Pashto  د امریکا غږ
د بې طرفه او مؤثقو خبرونو یوازنۍ منبع

یواځې متن
Search

afgahistan_pashito_bn
 

د مرگوني کښت  مستند فلم - د افغاني ټولنې دردوونکی حالت! له ختیځ څخه تر لویدیځه او له شمال څخه تر جنوبه د مخدره موادو زیږنده ستونزې. اعتیاد، درد او رنځ، بې وزلي، پور او احتیاج، قاچاق، محکمه او د قانون د پلي کولو هڅې. دا ټول په هغه مستند فلم کې لیدلای شئ چې د امریکا غږ اشنا تلویزیون د همکارانو د زیار او هڅو نتیجه ده. د مرگوني کښت فلم په اوو برخو کې دغو انځورونو ته په ټک ورکولو سره کتلای شئ. 
کوکنار

افغانستان محاصره دی: په ملک کې ډیموکراسي پلې شوې او حکومت له یاغي طالبانو، تشدد، اداري فساد، اعتیاد او د نشيي موادو له تجارت سره په جگړه اخته دی.

لومړی برخه- وگورۍ






کوکنار

د کوکنارو د معضلې پیل: جگړه، د کلیوالي اقتصاد له منځه تلل، هجرت او د بدیل معیشت نشتوالی.

دوومه برخه- وگورۍ






کابل


د امریکا په رهبرئ د کوکنارو د کښتونو د اړولو پروگرام: پدې هکله مشکل په کوم ځای کې دی؟ آیا د بدیل معیشت پروگرام کامیاب و؟

درییمهبرخه- وگورۍ






ننگرهار


په ننگرهار کې د ٢٠٠۴ کال د کوکنارو پر ضد مبارزه: بایلې او بریاوې؟ د نشيي موادو د تجارانو گټه په څه کې ده؟

څلورمهبرخه- وگورۍ






لابراتوار


په بدخشان کې د نشيي موادو کارخانې او په افغانستان کې د اداري فساد ستونزه.

پنځمه برخه - وگورۍ






اعتیاد

له سلو زرو زیات افغانان په اپینو معتاد دي.په هیروینو د معتادو شمیر به څومره وي؟ آیا اپین باید د ماشومانو د آرامولو لپاره استعمال شي.

شپږمه برخه وگورۍ






کوکنار


نشيي موادو ټولې نړۍ ته خطر پیښ کړی.آیا د حل لاره د تدارک او تقاضا په راکمولو کې ده؟ ددغه خطر د مخنیوې لپاره کومې لارې چارې موجودې دي؟

اوومه برخه - وگورۍ